د اسراییل یو رسمي پلاوی په داسې حال کې سعودي عربستان ته تللی چې دغه هېوادونه تر اوسه په خپلو کې دېپلوماتیک اړیکي نه لري.
په دغه پلاوي کې د اسراییل د فرهنګي میراثونو مدیر شامل دی. هغه د یونسکو لخوا ریاض کې د نړۍ د فرهنګي میراثونو په اړه جوړ شوي کنفرانس ته ورغلی.
دغه کنفرانس تېره اوونۍ پیل شو او دوه نورې ورځې دوام کوي.
سعودي ته د دغه کنفرانس د کوربتوب امتیاز په دې شرط ورکړ شوی و چې د اسراییل استازو ته به پکې د ګډون اجازه ورکوي. تېره اوونۍ د فلسطین جګپوړی استازی او د امریکا بهرنیو چارو وزارت چارواکي هم ریاض ته تللي وو. دوی د سعودي او اسراییل ترمنځ د اړیکو پر عادي کېدو خبرې کولې.
په امریکايي پلاوي کې د منځني ختیځ په چارو کې د دغه هېواد د ولسمشر ’جو بایډن’ ستر سلاکار ’مکګورک’ او نږدې ختیځ لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله ’باربارا لیف’ شامل وو.
پر هماغه ورځ اسراییل په بحرین کې خپل سفارت رسمآ پرانیست او ایران بیا له سعودي سره د اړیکو له څه باندې اووه کلن پرېکون وروسته ریاض ته خپل نوی سفیر واستاوه. په ۲۰۲۰ کال کې د متحدو عربي اماراتو په ګډون ۳ عرب هېوادونو اسراییل په رسمیت وپېژانده
یو شمېر مسلمانو عرب او افریقايي هېوادونو د امریکا په منځګړیتوب د ’ابراهیم تړون’ په نامه پیل شوي نوښت کې له اسراییلو سره اړیکې عادي کړې دي. امریکا او اسراییل اوس هڅه کوي چې سعودي عرب هم له تل ابیب سره د اړیکو رغېدو ته غاړه کېږي. خو ریاض په ظاهره له اسراییلو سره اړیکو رسمیت لپاره د فلسطین کشالې د حل شرط ایښی دی. د یادونې ده چې ایران او فلسطینیانو بیا د ابراهیم تړون غندلی دی.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/26917